جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

په ۲۰۰۱ کال د ملګرو ملتو د پریکړې له مخې ، افغانسان ته د امریکې په مشرۍ د ناتو او ایساف ځواکونو د راتګ موخه دا وه چې د افغاني طالبانو او القاعده غوږونه ورتاو کړي ، ځکه د امریکې په ګومان په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز د دغو زوړ پالو ، متحجرو او ترهګرو پلاس الوځول شوی و .

طالبانو هغه مهال په افغانستان کې بین لادین او د القاعدې ترهګرې ډلې ته پنا ورکړې وه او دا پلمه يي کوله چې میلمه پالنه د افغانانو دود دی . طالبان چې په هېوادپالنه ، نشنلیزم او افغاني دودونو او روایاتو باور نلري او پرځای يي د سخت دریځه اسلامپالنې ایډیاوې موعظه کوي ، دا لامل يي تش د افغانانو د ملي او مذهبي ولولو او احساساتو څخه د بدې ګټې اخیستنې په توګه کاروه .

لکه چې ټولو افغانانو ته څرګنده ده سخت دریځه مذهبي ډلې ملي پولې او بریدونه نه پيژني او مذهبي ترهګر په نړیوالو منل شویو ارونو او اصولو باور نلري . د دوی په اند دوه پولې شتون لري یوه د کفر او بله د دوی په تفسیر د اسلام پوله.

طالبانو د خپل همدغه خرځېل او سرتمبګۍ له مخې نړیواله ټولنه ولمسوله چې دننه په افغانستان کې د طالبانو او د دوی د انډیوالانو القاعدې دروازې وټکوي . کله چې د طالبانو او د دوی د عقیدوي ملګرو القاعدې سر په دې خلاص شو چې امریکا او نړیواله ټولنه په ریښتیا د دوی د دروازو ترشا ولاړ دي ، له افغنستانه يي پښې سپکې کړي او خپل اصلي روزنځیو او پالنځیو ته د پنجاب په لو ررهي شول . پنجاب هم ورته د پخوا پشان خپله غیږه پرانیسې وساتله او د ترهګرو ټولو خېلونو ته يي که هغه عرب ویا عجم هرکلی ووایه .

پنجاب چې مخکې په دې پوه و ، ترهګرې ډلې په افغانستان کې د مرکزي حکومت په وړاندې خنډ کیدی شي ، په کشمیر او هند کې د ګاونډي هندوستان سرخوږ جوړیدی شي او په کور دننه پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ مخه نیولی شي ، نو له افغانستانه تښتیدلي او له نړۍ څخه نور اشرکړي ترهګر يي په پټنځایو او روزنځایو کې د راتلونکې ورځې لپاره ځای په ځای کړل . د ۲۰۰۱ کال راهیسې دا ترهګر د پنجاب په مرسته او ملاتړ په افغانستان کې دننه د دولتي او نړیوالو ځواکونو سره لاس په جګړه دي .

که څه هم دې موده کې افغانانو او دولتي چارواکو په وار وار امریکې او نړیوالو ته په ګوته کړې که تاسو د ترهګرو د ځپلو په نیت افغانستان ته راغلي یاست ، ترهګر په ۲۰۰۱ کال له افغانستانه پاکستان ته تښتېدلي او د هغوی ځالې او پټڼځایونه هلته دي .

دې ورځو کې یوځل بیا ولسمشرکرزي له واشنګټن ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور ریک لارسین سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې امریکا دې خپلې جنګي ستراتیژي بدله کړي او د هغې تمرکز دې د افغانستان له پولو دباندې د تروریستانو ځالو ته واړوي.

همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا روستیو کې له امریکا وغوښتل چې له پاکستان سره پر خپلو دوستانه اړیکو بیا کتنه وکړي .« ده پاکستان په دوه مخۍ او د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

 

د کرزي د ملي امنیت سلاکار په یوه مقاله کې چې د واشنګټن پوسټ په  ګڼه کې خپره شوې ویلي ، د پاکستان پالیسۍ مرسته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالي په دومره اندازه دوام وکړي چې له دې جګړې سره د لوېدیځوالو ملاتړ کم شي.

سپنتا لیکلي امریکايي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته راغلل چې له سخت دریځو سره جګړه وکړي خو دوی ستراتیژیکه تېروتنه وکړه او هغه دا چې پاکستان یې له ځان سره متحد کړ چې په خپله ترهګر روزي او پالي.

سپنتا دا هم ویلي په داسي حال کې چې د تروریستانو په بریدونو کې هره ورځ زموږ په لسګونو خلک وژل کېږي ، د هغو (ترهګرو) پالونکی په ملیاردونو ډالر ترلاسه کوي. »

بلخوا د اګست په ۲۳ مه نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي مقاماتو له قوله راپور ورکړ چې ملابرادر یې د دې لپاره نیولی وو چې په افغانستان کې د سولې لار ډب کړي .

نیویارک ټایمز تر دې سرلیک لاندې « پاکستان وايي طالبان یې د دې لپاره ونیول چې د سولې معامله زیانمنه کړي» لیکلي : کله چې د تېر کال په جنورۍ کې پاکستاني او امریکايي ځواکونوپه کراچۍ کې د طالبانو دوهم نمبر مشر ملابرادر ونیو ، دواړو هیوادونو دا کارد تروریزم پرضد په مبارزه کې د یو پرمختګ په توګه وستایه.

په هماغه وخت کې د افغانستان حکومت له پاکستانه د ملابرادر د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو پاکستان رد کړه. افغانستان کې د ملابرادر نیونه له طالبانو سره د ولسمشرکرزي د روغې جوړې پلان ته ضربه وبلل شوه او وویل شول چې نوموړی د دې لپاره نیول شوی چې د کابل د حکومت او طالبانو د خبرو مخه ونیول شي.

د دغو ښکاره لاسوندونو په مټ  د امریکې او نړیوالو غوږونه ایله اوس شینوا شوي چې ترهګر د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته او له پنجابه افغانستان ته راځي . ایله اوس امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانانو غږ ته غوږ کیښود !

 د اګست په ۱۵ مه افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال دیویډ پیتراییس  این بي سي تلویزیون ته وویل :« په زړه پورې دا ده چې طالبان له لېرې رهبري کېږي . د دوی مشران په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه قومانده ورکوي.موږ د دوی ترمنځ خبرې وینو(اورو)، کله چې د دوی مشران په خپل منخ کې خبرې اترې او مکالمه کوي، په دې حیرانېږو چې ملا عمر ولې افغانستان ته نه ځي او یا یې ږغ په میاشتو میاشتو نه پورته کېږي.» 

ده دا هم وویل :« د طالبانو مشران ځان نه په تکلیف کوي او د خپلو جنګي کسانو په څنګ کې سختیو ته غاړه نه ږدي خو یوازې پیغامونه ورلېږي . دوی دا کار د موبایل ټېلفون په وسیله کوي.»

څه مهال وړاندې دانګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره په ګډ خبري کنفرنس کې ویلي و« هیڅوک په دې کې شک نه لري چې تروریستي ډلې له پاکستان څخه صادریږي او دا ډلې باید چې وځپلې شي او له منځه یوړلې شي . نوموړي د ترورویزم ضد جګړې کې د پاکستان د سوابقو په اړه له خپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او وویل مهمه ده چې سپینې او څرګندې خبرې وکړو . »

د جون په ۲۰ مه د امریکا چاپ باسټن ګلوب ورځپانې لیکلي « امریکا او ناټوپه افغانستان کې د تل لپاره پوځي ژمنې نه شي زغملی .خو دوی پوهېږي یا باید وپوهېږي چې په دې هیواد کې ترهغو د سولې لپاره هیله نه شي کېدای چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د وسلو ، پیسو او تریننګ ورکول نه وي بند کړي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه زیاتوي : ولسمشربارک اوباما باید د پاکستان د پوځ مشران،چې آی ایس آی کنټرولوي، له امریکا سره له دوه مخې پالیسۍ راوګرځوي . دا کار ممکن دی ځکه چې امریکا ډېر وسایل او امکانات لري چې پاکستان پرې قاتع کولی شي. »

که د پنجاب په اړه ، چې دې ورځو کې د ترهګرو د ملاتړ له کبله تر سیمیځو او نړیوالو سختو نیوکو لاندې دی ، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د سربولن جنرال دیویډ پيټریووس او د بریتانیا د لومړي وزیر ډیویډ کامرون روستۍ څرګندونې یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالو تېریستلو لپاره نه وي او د پخوا په خلاف ریښتوني وي ، اوس يي وخت دې چې د افغانستان د ولسوالی او کلیو  پرځای جګړه د ترهګرو اډو ته چې په پنجاب کې دی ورانتقال کړي .

اخځونه :

تاند ، ویسا او ټول افغان بریښناپاڼې 

د ۲۰۱۰ کال د سیپتمبر لومړۍ  

 


September 1st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات